
( کابل ټیلیګراف – د وري ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون یو اجرایي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې په دغه هېواد کې رایه ورکوونکي اړ دي چې خپل امریکایي تابعیت ثابت کړي.
دې فرمان کې هڅه شوې چې د ټاکنو له ورځې وروسته د ټاکنیزو چارواکو لاس ته د رسېدلو پوستي رایو شمېرل منع کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، د دې فرمان پر اساس چې پراخه اغېزې لري، هغو ایالتونو ته فدرالي مالي مرستې قطع کېږي چې د دې فرمان له احکامو سرغړونه کوي.
ټرمپ د امریکا په ټاکنیز نظام بېباور دی او لا هم وايي چې په ۲۰۲۰ کال ټاکنو کې د ډیموکرات ولسمشر جو بایدن پر وړاندې ماتې یې د پراخو درغلیو پایله وه.