خبرونهنړۍ

غزه کې اسرائیلو په خیمو کې مېشت فلسطیني وګړي بمبار کړي

کابل ټیلیګراف – ۱۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

اسرائیلو د خپلو جنایتونو په دوام، نن سهار یوه بجه د غزې تړانګې په لویدیځ خان یونس کې د المواصي په سیمه کې د فلسطیني کډوالو خیمې بمبار کړې.

په دې بمبار کې لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي، چې یو خبریال هم د شهیدانو په ډله کې دی.

په همدې حال کې، د غزې تړانګې روغتیايي سرچینو راپور ورکړی چې تېره شپه او ورځ کې په دې سیمه کې ۴۶ کسان شهیدان شوي دي.

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) په یوه بیان کې د غزې د ماشومانو د ناوړه بحران په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د غزې تړانګې له یو میلیون څخه زیات ماشومان له یوې میاشتې راهیسې د حیاتي بشري مرستو څخه بې‌برخې دي.

د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د بمبارۍ دوام سره، د القسام ځواکونو د دوو اسرائیلي اسیرانو یو نوی فلم خپور کړی.

په دې فلم کې دغه اسیران د خپل خطرناک وضعیت او د اسرائیلي پوځ لخوا د دوی د اوسېدو ځایونو د بمبار په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې نتانیاهو د جګړې له بیا پیلولو سره زموږ ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

په یمن کې هم، یمني رسنیو نن سهار د امریکا لخوا د یمن په لویدیځ کې د کمران ټاپو باندې د پنځو هوايي بریدونو راپور ورکړی.

د دې بمبار د موخو، زیانونو او احتمالي تلفاتو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی. خو تېره شپه د امریکا لخوا د یمن په شمال کې د صعده ښار پر سیمو په برید کې ۲ کسان شهیدان او ۹ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع، اعلان وکړ چې د دوی سمندري ځواک د ترومن بېړۍ د ملاتړ یوه کښتۍ د یوې بالستیک توغندي په وسیله په نښه کړې ده.

سریع وویل، زموږ ځواکونو د څلورمې اونۍ لپاره په سره سمندرګي کې د دښمن پر وړاندې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

یحیی سریع یو ځل بیا د صهیونیسټ رژیم د یرغل تر پایه ته رسیدو پورې له غزې خپل ملاتړ ته د دوام خبر ورکړی.