افغانستانخبرونه

فرانسه غواړي فلسطین په رسمیت وپېژني

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، چې فرانسه به د روان میلادي کال په جون میاشت کې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.

مکرون دغه څرګندونې مصر ته د دوه ورځني سفر وروسته له یوې فرانسوي تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې کړې دي.

د فرانسې ولسمشر ویلي: «زه دا کار د دې لپاره نه کوم چې څوک خوښ کړم، بلکې ځکه یې کوم چې باور لرم په یوه ځانګړي وخت کې به دا اقدام سم وي.»

نوموړي زیاته کړې چې فرانسه به د فلسطین په اړه  دا پرېکړه په هغه کنفرانس کې اعلان کړي چې د جون په میاشت کې په نیویارک کې جوړېږي.

تر دې وړاندې، ایرلنډ، ناروې او هسپانیا هم فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه پېژندلی دی.