افغانستانخبرونه

کندهار ښار کې چاودنه شوې ده

کابل ټیلیګراف – ۲۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د کندهار سیمه‌ییز سرچېنې وایي چې نن سهار په دغه ولایت کې چاودنه شوې خو طالبانو ادعا کړې چې دغه چاودنه د دغه ولایت په قوماندانۍ کې د زړو مهماتو د چاودنې له امله شوې ده.

یوې باوري سرچېنې کابل ټیلیګراف ته وویل چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اووه بجې شوې ده.

هغه وویل چې چاودنه ډېره زوروه وه او د ښار په بېلابېلو سیمو کې یې غږونه اورېدل شوي دي.

خو په کندهار کې د د طالبانو والي ویاند محمود اعزام ویلي، نن سهار وختي د دغه ولایت په قومندانۍ کې زړو مهماتو چاودنه کړې ده.

هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.