افغانستانخبرونه

د تخار – بدخشان لویه لار بېرته پرانیستل شوه

کابل ټیلیګراف – ۲۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو ټولګټو وزارت وایي، چې د تخار-بدخشان لویه لار له ۲۰ ساعته بندېدو وروسته نن سهار ۴ بجې بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه لار د شدیدو ورښتو او سېلابونو له امله تېره ورځ سهار ۸ بجې د تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه.

هغه لیکلي چې یاده لار نن سهار بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.

ښاغلي حق‌شناس ډاډ ورکړی، چې په هر ډول بېړني وضعیت حالت کې به د ټولګټو وزارت تخنیکي ټیمونه عاجل اقدامات وکړي.