خبرونهنړۍ

د بنگله دېش پلازمېنه ډاکه کې د فلسطینیانو په ملاتړ لوی لاریون وشو

کابل ټیلیګراف – ۲۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د بنګلدېش پلازمینې ډاکې په سهرووردي پارک کې د فلسطینیانو په ملاتړ او په غزه کې د اسراییلو د روانو ظلمونو پر ضد پراخه لاریون ترسره شو.

د بهرنیو خبري اژانسونو په حواله، په دې لاریون کې له سل زرو څخه زیات کسانو ګډون کړی و.

دوی چې د فلسطین بیرغونه یې په لاس کې نیولي وو، د غزې په تړانګه یې د اسراییلو د وحشتونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

له بلې خوا، د اسراییلو پوځ د غزې د رفح سیمه نیولې او دا یې د امنیتي زون په توګه اعلان کړې، چې له امله یې دغه سیمه کلابنده شوې او رفح  د غزې له تړانګې څخه جلا کړی شوې ده.

د راپورونو له مخې، په خان یونس، المواسي کمپ، شجاعیه او بیت لاهیا باندې د اسراییلو د دوامداره بمباریو په پایله کې تېره ورځ له ۲۰ څخه زیات فلسطینیان شهیدان شوي دي.