خبرونهلوبې

ملتان سلطانز لوبډله: د هر شپږیزې او وکټ لپاره به یو لاک روپۍ د فلسطین د ماشومانو امدادي صندوق ته ورکوي

کابل ټیلیګراف – ۲۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د سوداګریز لیګ PSL اړوند د ملتان سلطانز په نوم لوبډلې مسؤل اعلان کړی، چې د دوی د لوبغاړو لخوا د هرې شپږیزې په وهلو او د مقابل لوبډلې د ویکټې په اخیستلو سره به سل، سل زره پاکستانۍ کلدارې د فلسطیني ماشومانو لپاره د مرستې صندوق ته ورکړي.

د ملتان سلطانز مالک علي ترین ویلي، موږ پرېکړه کړې چې په دې فصل کې به د فلسطین لپاره د مرستې صندوق ملاتړ وکړو او د هرې شپږیزې او هرې وکټ لپاره به سل، سل زره پاکستانۍ کلدارې د فلسطین ماشومانو لپاره ورکړو.

هغه وویل، زموږ تمرکز که څه هم په میدان کې پر غوره فعالیت دی، خو موږ د اړمنو ماشومانو سره د یووالي لپاره هم په مساوي توګه ژمن یو.

نوموړی وایي، دا په یوه لویه هڅه کې یو کوچنی ګام دی او موږ پر دې ویاړو چې له دې ځایه یې پیلوو.