
کابل ټیلیګراف – ۲۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د سټنډرډ عالي شورا په بېلابېلو برخو کې ۳۰ سټنډرډونه تصویب کړل.
د یاد معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې په غونډه کې د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو، درملو او ارایشي لوازمو، ساختماني توکو، الکترونیک او مخابراتو، نساجي او چرم، چاپېریالساتنې، پلاستیک، طبي وسایلو، کانونو او د څارویو د حلالې برخو کې ۳۰ سټنډرډونه تصویب شول.
سرچينې لیکلي، دغه سټنډرډونه د طالبانو د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له لوري تصویب شول او د سټنډرډ ملي ادارې ته یې په جدي توګه د بشپړ تطبیق سپارښتنه وشوه او دغه اداره مکلفه وبلل شوه چې د یادو سټنډرډونو د تطبیق راپور وخت په وخت له اقتصادي معاونیت سره شریک کړي.
ملا برادر ویلي، په دې سره به هېواد ته د بېکیفیته توکو د وارداتو او د هغو د تولید مخنیوی وشي.