
کابل ټیلیګراف – ۲۷ وری ۱۴۰۴
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد پر اېکس لیکلی، افغانستان ته د پاکستان له لوري د داعش ډلو د لېږدولو احتمال په اړه اندېښنې رامنځته شوې دي.
خلیلزاد په دې اړه لیکلي “هغو کسانو چې معلومات یې درلودل، ماته یې و ویل دوی د دې په اړه اندیښمن دي چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستنې بهیر کې داعش ډلې غړي افغانستان ته لېږدوي.»
پاکستان د افغان کډوالو د جبري راستنولو دوېیمه لړۍ پیل کړې او هره ورځ لسګونه کورنۍ افغانستان ته راستنوي.
وړمه ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي هم په کابل کې د پاکستان له سفیر په لېدنه کې د افغان کډوالو سره په نامناسب چلند خواشیني ښودلې وه او غوښتنه یې کړې چې پاکستان دې په دې اړه خپل چلند بدل کړي.