افغانستانخبرونه

عزیزی: افغان کډوال دې م.م د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له معیارونو سره سم راستانه کړای شي

کابل ټیلیګراف – ۲۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي پاکستان کې له ځینو افغان سوداګرو او کډوالو سره کتلي او هېواد ته یې د افغان کډوالو د راستنېدو له بهیره د اسلامي امارت د هر اړخیز ملاتړ یادونه کړې ده.

نور الدین عزیزي ویلي چې اسلامي امارت په افغانستان کې د کډوالو د ژوند د شرایطو ښه‌والي لپاره پراخ اقدامات پیل کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې نورالدین عزیزي ویلي، افغان کډوال باید د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له معیارونو سره سم په داوطلبانه توګه راستانه کړای شي.

هغه تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی و.