
کابل ټیلیګراف – ۲۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له زندانونو ۵۰ نور افغانان خوشې او هېواد ته را ستانه شول.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو له مخې یاد شوي کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او د یوې ورځې څخه تر پنځو ورځو پورې په بند خونو کې ساتل شوي وو.
سرچېنې لیکلي چې د نوم لیکنې او بشري مرستو د ترلاسه کولو وروسته یاد کسان خپلو اصلي مېنو ته ولیږدول شول.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په جبري توګه د افغان کډوالو د راویستلو لړۍ پیل کړې او هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته راستنیږي او په په تېرو دوو اونیو کې سلګونه افغانان هم د پاکستان له زندانونو را خوشې شوي دي.