افغانستانخبرونه

ننګرهار کې یوه پلار خپل زوی وژلی

کابل ټیلیګراف – ۲۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې یو پلار تر لفظي شخړې وروسته خپل زوی په ډزو وژلی دی.

په دغه ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، دغه پېښه تېره ورځ د حصارک ولسوالۍ په مامد کلا سیمه کې رامڼځته شوې او وژل شوی ځوان ۲۲ کلن دی، چې په ډزو وژل شوی دی.

د معلوماتو له مخې؛ د وژل شوي هلک پلار سلطان چې په لفظي شخړه یې زوی وژلی وو، په یاد ولایت کې د طالبانو له لورې نیول شوی دی.

د یو بل خبر له مخې؛ دوه ورځې وړاندې د جلال اباد ښار پوهنتون روغتون ته څېرمه یو ځوان د بې روزګارۍ له امله ځآن وژنه کړې وه.