خبرونهنړۍ

په یمن د امریکا تازه بریدنه؛ ۱۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۲۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال 

را پورونه وایي، د یمن په بېلا بېلو سیمو د امریکا په تازه بریدونو کې ۳۸ تنه وژل شوي او ۸۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یاد هېواد د عامې روغتیا وزارت ویلي، امریکا جنګي الوتکو نن سهار  د دې هېواد د حدیدې ولایت په راس عیسی نفتي بندر او ګڼ نورو سیمو باندې بریدونه ترسره کړي.

دغه وزارت زیاته کړې، په دغه بریدونو کې اته دیرش تنه وژل شوي او له اتیا تنو زیات ټپيان دي، چې په قربانیانو کې مرسته رسوونکې، کارمندان او کاریګر شامل دي.

د را پورونو له مخې؛ امریکا په سیمه کې څلور ځلې بریدونه کړي او هغه کسان هم په قربانیانو کې شامل دي، چې د مخکینو بریدونو د قربانیانو د مرستې په موخه ورغلي وو.