
کابل ټیلیګراف – ۳۰ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د بدخشان ولایت په زیباک ولسوالۍ کې د یوه ماین د چاودنې له امله درې ماشومان مړه او درې نور ټپيان شوي.
په یاد ولایت کې د طالبانو سرچینو ویلي، دغه پېښه د زیباک ولسوالۍ په ګلخاني کلي کې پرون هغه مهال رامنځته شوه، چې ماشومان د یاد ماین سره لوبې کولې.
ویل کیږي، د پېښې قرباني شوي ماشومان د څلورو کورنیو اړوند دي، چې د یوه تن حالات هم نازک ښودل شوی دی.
څو ورځې وړاندې طالبانو ویلي و، چې افغانستان کې هره میاشت ۵۰ تنو ته د ناچاوده مهماتو او ماینونو د چاودنو له امله مرګ ژوبله اوړي، چې زیات یې ماشومان دي.