خبرونهسیمه

د پاکستان پر بيلابيلو سيمو د ټي‌‌ټي‌پي بريدونو کې ۸ پوځيان وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۳۰ وری ۱۴۰۴ لمریز کال 

له پاکستانه سرچينې وايي، تېره ورځ د پنجاب، وزيرستان او خيبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو کې «د ټي‌ټي‌‌پي» د بريدونو له کبله ۸ کسان وژل شوي دي.

د سرچينو په خبره، د پنجاب په ډېره غازي خان ولسوالۍ تونسې شريف سيمه چې د پاکستاني پوځيانو او وسله‌والو ترمنځ نښته رامنځته شوې چې په کې د پوځ درې کسان وژل شوي دي.

هم‌مهاله د خيبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان ولسوالۍ په درابن سيمه کې وسله‌والو د يو موټر په وسيله د پاکستان د ځانګړو پوځيانو پر موټر برید کړی چې له امله یې درې پوځيان وژل دي.

د خيبر پښتونخوا په خيبر ولسوالۍ کې هم د پوځيانو پر پوستې بريد شوی چې د سنايپر توپک په مرسته یې يو عسکر په نښه کړې او ځينې مالي زيان هم ور اوښتی دی.

تراوسه پاکستاني چارواکو رسما د پيښو د پخلي يا رد په موخه څرګندوې نه دي کړي.