
کابل ټیلیګراف – ۳۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
پروان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سالنګ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او اته نور ټپیان دي.
پروان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ غرمه مهال شاوخوا ۱:۰۰ بجه، د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ اړوند ( سنګ نوشته ) سیمې داخل د ګرارۍ کې یوه باروړونکی “کوماز” موټر چې له شمال څخه جنوب ته پر لار و، له کنټروله وتلی او له څلورو کوچنیو موټرو سره یې ټکر کړی دی.
سرچېنې لیکلي چې په دغه پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي.
امنیه قومانداني لیکلي چې د پېښې ټپيان یې د پروان ولایت ملکي روغتون ته انتقال کړي دي.