افغانستانخبرونه

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر د حماس له چارواکو سره په انقره کې پر وروستیو تحولاتو خبرې کړي

کابل ټیلیګراف – ۳۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د حماس د رهبرۍ شورا له رییس محمد درویش او د دې غورځنګ د سیاسي دفتر  له یو شمېر نورو غړو سره په انقره کې کتلي.

د ترکي رسنیو د راپور له مخې، په دې لیدنه کې د غزې وروستیو تحولاتو او د اوربند د ټینګښت لپاره روانو هڅو په اړه خبرې شوې دي.

د راپورونو له‌مخې، دواړو خواوو ټینګار کړی چې د صهیونیستي رژیم له خوا غزې ته د بشري مرستو د ننوتو مخنیوی د فلسطیني ولس پر ضد د لوږې د تحمیل یوه هدفمنده هڅه ده.

دغه راز په دې لیدنه کې د نړیوالې ټولنې د هڅو پر زیاتوالي ټینګار شوی، څو غزې ته د عاجلو او دوامدارو بشري مرستو لاسرسی تضمین شي.