
کابل ټیلیګراف – ۳۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۱۷۵ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې شول.
د کډوالو وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال تېره ورځ هېواد ته راستانه شوي او د پاکستان په زندانونو کې له یوې تر درېیو ورځو بندیان وو.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په جبري توګه د افغانان د راستنولو لړۍ پیل کړې او تر اوسه یې شاوخوا ۵۰ افغانان را باسلي دي.