افغانستانخبرونه

سبا د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ د واکسین کمپاین پیلیږي

کابل ټیلیګراف – ۳۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

پولیو سره د مبارزې د کمپاین دفتر وايي چې سبا د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپیاین پیلېږي.

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې د بدن د فلج سبب کېږي او درملنه نه لري، یوازې د واکسین له لارې یې مخنیوی ممکن دی.

له پولیو سره د مبارزې د کمپاین دفتر نن (یک‌شنبه) پر اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو ویلي چې د پولیو ناروغي درملنه نه‌ لري خو د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدای شي.

یاد دفتر له کورنیو غوښتي چې خپل له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان واکسین کړي.

افغانستان له پاکستان سره یو له هغو دوه هېوادونو څخه دی چې لا هم په کې پولیو په طبیعي ډول شته او له همدې امله، نړیوال روغتیایي سازمان، د ماشومانو صندوق (یونیسف) او د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له‌منځه وړو لپاره پرله‌پسې کمپیاینونه ترسره کوي.

په افغانستان کې د اوږدې جګړې، ناامنۍ، عامه پوهاوي کمښت، او د واکسین کارکوونکو ته د ځینو سیمو د خلکو مخالفت لامل شوی چې پولیو له منځه لاړ نه شي. سره له دې، په وروستیو کلونو کې د واکسین د کمپاینونو له زیاتېدو سره، د مثبتو پېښو شمېر راټیټ شوی، خو لا هم دا خطر شته.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او نړیوالو شریکانو هڅه کړې چې د کور په کور کمپاینونو له لارې تر پنځه کلنۍ ښکته ټولو ماشومانو ته واکسین ورسوي، څو دا ناروغي په بشپړه توګه له منځه لاړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پولیو لومړنۍ مثبته پېښه د تېر کال د کب میاشتې په ۴مه د بادغیس د بالامرغاب ولسوالۍ په قروتو سیمه کې ثبت شوې وه.