
کابل ټیلیګراف – ۳۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین د عیسویانو د اختر په مناسبت اوکراین کې تر نن (یکشنبې) ماښامه اوربند اعلان کړ.
په تېرو کلونو کې، دواړو خواوو څو ځله اوربندونه اعلان کړي، خو زیاتره وخت دا اوربندونه یا عملي شوي نهدي یا ډېر ژر مات شوي دي.
روسیې دا ځل د ارتودوکس عیسویانو د اختر (کرېسمس یا ایستر) په مناسبت اوربند اعلان کړی، خو دا اعلان تر ډېره یو سیاسي ګام بلل کېږي.
د رویټرز د راپور لمخې، دغه اوربند تېره ورځ ماښام پیل شوی او ۳۰ ساعته به دوام وکړي.
پوتین هیله څرګنده کړې چې اوکرایني ځواکونه به هم دغه موده کې له جګړې ډډه وکړي خو روسي ځواکونو ته یې امر کړی چې د احتمالي برید لپاره چمتو اوسي.
د اوکراین ولسمشر بیا ویلي، روسیې تر دې وړاندې د امریکا له لوري د اوربند دغه راز وړاندیز رد کړی او په خبره یې، پرې باور نشي کېدای.
د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه چې په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې له خوا د پراخ یرغل په پیل سره شدت پیدا کړ، تر اوسه زرګونه کسان وژلي او میلیونه نور یې بېځایه کړي دي. دا جګړه نه یوازې سیمهییز، بلکې نړیوال بُعد هم لري، ځکه چې د لوېدیځ هېوادونو، په تېره د امریکا او اروپایي اتحادیې، پراخ ملاتړ له اوکراین سره روان دی.