افغانستانخبرونه

له نږدې پنځو میاشتو وروسته سراج‌الدین حقاني‌ کورنیو چارو وزارت ته تللی

کابل ټیلیګراف – ۳۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو کورنیو چارو وزارت سرپرست  سراج‌الدین حقاني له نږدې پنځو میاشتو وروسته کورنیو چارو وزارت ته تللی او هلته د ده په مشرۍ د رهبرۍ غوښتنه شوې ده.

حقاني نږدې پنځه میاشتې مخکې په کندهار ولایت کې د خپل مشر سره په ځینو اختلافي موضوعات خفه شوی و، وروسته له هغې متحده عربي اماراتو ته ولاړ او شاوخوا یوه میاشت هلته و.

له هغې وروسته افغانستان ته راغی خو له څه باندې یوې میاشتې وروسته په خوست ولایت کې د جمعې لمانځه پرمهال را څرګند شو.

حقاني له نږدې پنځو میاشتو راهیسې کورنیو چارو وزارت ته نه و تللی خو نن د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د هغه په مشرۍ د یاد وزارت د رهبرۍ غونډه شوې ده.

حقاني ویلي: «موږ او تاسې د ولس د خادمانو په حیث د خپلو خلکو د خدمت لپاره توظیف کړل شوي یو.»

هغه دغه راز د کورنیو چارو وزارت پولیسو او منسوبینو ته ویلي، ‎د ولس هوساینه او د هغوی د امنیت ساتنه د خپل مسؤولیت لومړیتوب وګڼي، هغوی باید ډېر کوښښ وکړي چې له ولس سره په مثبت تعامل او له هغوى سره په همغږۍ خپل مکلفیت په ښه ډول سر ته ورسوي.