
کابل ټیلیګراف – د غویي لومړی ۱۴۰۴ لمریز کال
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی نن سهار کابل ته راورسېد.
یاد پلاوی به د اسلامي امارت له چارواکو سره د لیدو تر څنګ، سبا (د غويي میاشتې په دویمه نېټه) په کابل کې د افغان – قزاق په جوړېدونکي سوداګریز نندارتون کې هم ګډون وکړي.
یاد نندارتون د افغانستان او قزاقستان د لوړپوړو چارواکو او د څه باندې ۴۰۰ افغان او قزاقي پانګهوالو او سوداګرو په ګډون ترسره کېږي.
په نندارتون کې به په ۴۰ غرفو کې د دواړو هېوادونو تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې شي.