
کابل ټیلیګراف – د غويي لومړۍ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، په ټول افغانستان کې یې نن د ۵ کالونو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره د پولیو د مخنیوي واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل کړ، چې په ترڅ کې به ۱۱.۴ میلیونه ماشومانو ته تطبیق شي.
د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وایي، د دغه کمپاین په ترڅ کې به د ۵ کالونو کم عمره ماشومانو ته ویټامین اې هم ورکړل شي.
هغه د قومي مشرانو او له طالبانو غوښتي، چې د دغه کمپاین په تطبیق کې د روغتیایي کارکوونکو سره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې هم ورته ۵ ورځنی کمپاین پیل شوی دی، چې په ترڅ کې به د ۵ کالونو کم عمره ۴۵ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.
د رسمي احصایو له مخې، تېر کال په پاکستان کې د دې ناروغۍ ۷۴ او په افغانستان کې ۲۵ پېښې ثبت شوې دي.