افغانستانخبرونه

سبا کابل کې د افغان – قزاق سوادګریز نندارتون جوړیږي

کابل ټیلیګراف – د غویي لومړی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې سبا (د غویي میاشتې په دویمه نېټه) په کابل ښار کې «د افغان – قزاق سوداګریز نندارتون» جوړېږي.

ټاکل شوې دغه نندارتون راتلونکې سه‌شنبې (د غویي دویمه) د څلورو ورځو لپاره په کابل ښار کې پرانیستل شي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه نندارتون د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې کچې لوړولو او اقتصادي اړیکو پراختیا او تحکیم په موخه د افغانستان او قزاقستان د لوړپوړو چارواکو او د څه باندې ۴۰۰ افغان او قزاقي پانګه‌والو او سوداګرو په ګډون ترسره کېږي.

د یادونې ده چې نن کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ یو پلاوی هم راغی او سبا به په دغه نندارتون کې ګډون وکړي.