
کابل ټیلیګراف – ۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت وایي، له پاکستان له محبسونو څخه تازه ۱۷۵ نور افغان بندیان ازاد او افغانستان ته ستانه شول.
یاد وزارت وایي، دغه بندیان پرون د سپین بولدک له لارې له راستنیدو سره سم ثبت او د بشري مرستو تر لاسه کولو وروسته خپلو کورونو ته ولیږل شول.
ویل کیږي، دغه کسانو په پاکستان کې له یوې څخه تر څلورو ورځو پورې په بېلا بېلو محبسونو کې د بند شپې ورځې تېرې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو کې د پاکستان څخه له زر تنو څخه زیات افغانان له بند خونو ازاد او افغانستان ته را لیږل شوي دي.