افغانستانخبرونه

د هند له افغانستان سره د ۴.۸ ټنه واکسین مرسته وکړه

کابل ټیلیګراف – ۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال 

د هندوستان لخوا له افغانستان سره د ۴.۸ ټنه مرسته شوی واکسین کابل ته ورسید.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، دغه مرسته شوي واکسینونه د بېلا بېلو ناروغیو لکه تیتانوس، تور زېړي، انفلونزا او لیوني سپي د مخنیوي لپاره دی.

دغه وزارت زیاته کړې، د دې مرسته شوې واکسینونو په مرسته به په هېواد کې د زرګونو کسانو ژوند وژغورل شي.