
کابل ټیلیګراف – ۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
په فلسطین کې ډاکټرانو ویلي چې د اسراییلو په بریدونو کې، چې د غزې پر بېلابېلو برخو شوي، لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې دا کسان د تېرې ورځې په بریدونو کې، چې د اسراییلو پوځ د غزې تړانګې پر بېلابېلو برخو کړي، وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د یوې کورنۍ اووه غړي هم د اسراییلو په بریدونو کې، چې د غزې پر ښار شوي، وژل شوي دي.
له بلې خوا، د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د ماشومانو د فلج ناروغۍ (پولیو) ضد واکسین کمپاین، چې پکې ټاکل شوې وه ۶۰۰ زره ماشومان واکسین شي، د اسراییلو له خوا د غزې پر بشري مرستو د محاصرې له امله ځنډول شوی دی.
دې وزارت زیاته کړې چې د پولیو ضد واکسین کمپاین ځنډېدل د غزې خلک د یوې فلج کوونکې ناروغۍ د بیا راژوندي کېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.
د اسراییلو او حماس ترمنځ د شخړو له پیل راهیسې نږدې ۱۸ میاشتې تېرې شوې دي او په دې موده کې، په غزه کې د تلپاتې اوربند د ټینګولو او جګړې د درولو هڅې بې پایلې پاتې شوې دي.