خبرونهځانګړي برخهنړۍ

پاکستان هم د هند د پرېکړو په اړه سخت غبرګون وښود.

کابل ټیلیګراف – ۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د دغه هېواد د ملي امنیت عالي شورا، د پاهلګام ترهګریز برید وروسته د رامنځته شویو حالاتو په اړه خپل غبرګون د یوه بیان په خپرولو سره ښودلی.

دې شورا د هند وروستي اقدامات «یوه‌اړخیزه، سیاسي، له قانوني مشروعیت څخه خالي او غیرمسوولانه» وبلل او ټینګار یې وکړ چې هند باید له دې پېښې څخه د خپلو کورنیو موخو د پرمختګ لپاره استفاده ونه کړي.

شورا اعلان وکړ چې د کشمیر مسئله لا هم یوه نه حل شوې شخړه ده او د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیکونو تر چتر لاندې ده.

د پاکستان د ملي امنیت شورا بیان وایي، د هند د دولت سیاستونه، لکه د خودمختارۍ لغوه کول، د نفوسو د جوړښت بدلون او د خلکو ځپل، د ناآرامیو د دوام لامل شوي دي.

پاکستان په پاهلګام برید کې د هر ډول لاس لرلو څخه انکار وکړ او د هند تورونه یې بې‌بنسټه وبلل.

شورا روښانه کړه چې دا تورونه، پرته له شواهدو وړاندې کولو، د عامه افکارو د ګمراه کولو هڅه ده.

د دغه شورا لخوا د هند د اقداماتو په ځواب کې خپل اقدامات هم اعلان کړي، چې په کې د دوه‌اړخیزو تړونونو ځنډول په ځآنګړې ډول د شملا تړون، د واګې سرحدي لارې تړل او تر اپریل ۳۰مې پورې د تګ راتګ درول؛  د هندي وګړو لپاره د صادر شویو ویزو لغوه کول (پرته له سیک زیارت کوونکو) او د ۴۸ ساعتونو دننه د هغوی ایستل شامل دي.

د دې شورا په نورو اقداماتو کې د هند سفارت پوځي سلاکارانو ته امر شوی، چې تر اپریل میاشتې پورې له پاکستان څخه ووځي او د هند سفارت ته یې سپارښتنه کړې، چې د کارکوونکو شمېر ۳۰ تنو ته راکم کړي.

پاکستان دغه راز د هند پر الوتکو خپل هوایي حرایم تړلی، له دغه هېواد سره یې د درېیم هېواد له لارې په ګډون هر ډول سوداګري درولې.

شورا د هند له خوا د سند سیند د اوبو تړون د تعلیق احتمالي پرېکړه وغندله او دا یې یو جنګي اقدام وباله.

 پاکستان اعلان وکړ چې په اوبو سرچینو کې هر ډول لاسوهنه به د قاطع ځواب سره مخ شي.

د دغه بیان په پای کې، د پاکستان وسله‌والو ځواکونو د هېواد د حاکمیت او خاورې د بشپړتیا د دفاع لپاره پر بشپړ چمتوالي ټینګار وکړ.