افغانستانخبرونه

د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو نن مسقط کې پېلیږي

کابل ټیلیګراف – ۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د تهران هسته‌یي پروګرام په تړاو د ایران او امریکا ترمنځ د غیرې مستقیمو مذاکراتو درېیم پړاو نن ( شنبه، د غويي ۶مه) په مسقط کې پېلېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ د دې هېواد پلاوي د امریکا له استازو سره د مذاکراتو په موخه د عمان پلازمېنې مسقط ته سفر کړی.

د ایران او امریکا ترمنځ د هسته‌يي پروګرام په اړه د غیرې مستقیمو خبرو لومړی پړاو د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د حمل په وروستیو کې په قطر کې ترسره شو.

 دا خبرې د اروپايي اتحادیې او قطر په منځګړیتوب ترسره شوې. دواړو خواوو خپل غوښتنې او شرایط د منځګړو له لارې یو بل ته وړاندې کړل. که څه هم په دې پړاو کې کوم مهم توافق ونه‌شو، خو دا د تماسونو د بیا پیل یوه مثبته نښه وبلل شوه.
دویم پړاو شاوخوا یوه اونۍ وروسته د عراق په پلازمېنه بغداد کې ترسره شو. دا پړاو هم غیر مستقیم و، چې پکې د اروپايي استازو ترڅنګ د عراق د حکومت استازي هم دخیل وو. په دې پړاو کې دواړو لوریو د ځینو تخنیکي موضوعاتو په اړه خپل دریځونه واضح کړل، او تمه وښودل شوه چې د دریم پړاو لپاره چمتو دي، که چېرې مقابل لوری انعطاف وښيي.

ایران له اوږدې مودې راهیسې د هسته‌يي پروګرام په تړاو له نړیوالو فشارونو او بندیزونو سره مخ دی. د دې پروګرام اصلي اندېښنه د دې وسلېز اړخ دی، چې لوېدیځ هېوادونه یې له خواشینۍ سره ګوري، خو ایران بیا ټینګار کوي چې پروګرام یې یوازې سوله‌ییز اهداف لري.