
کابل ټیلیګراف – ۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د راپورنو له مخې، د ایران او د پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو سره ټیلیفوني خبري کړي او ایران د هند او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی ښودلی دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال محمد اسحاق ډار خپل ایراني سیال سید عباس عراقچي ته د پاکستان او هند ترمنځ د وروستیو ناندریو په اړه معلومات ورکړل او د هند تورونه يې “بې بنسټه” و بلل.
د اعلامیې پر بنسټ، اسحاق ډار د ایران او امریکا ترمنځ په خبرو کې ښاغلي عراقچي ته د بریا غوښتنه کړې.
له دې مخکې د ایران بهرنیو چارو وزیر د هند او پاکستان ترمنځ منځګړيتوب ته چمتووالی ښودلی و.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وړمه ورځ وسلهوالو د ګرځندویانو په یوه مشهور ځای «پهلېګام» کې پر سیلانیانو بريد وکړ چې د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۲۶ کسان په کې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، هند دا برید پاکستان پورې تړلی، خو اسلاماباد هر ډول لاس لرل پکې ردوي، د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او یاد برید یې د «پهلېګام جعلي عملیاتو» په نوم یاد کړی دی.