
کابل ټیلیګراف – ۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
پر غزه تړانګه د اسرائیلو د بریدونو په دوام، د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (انروا) په دې سیمه کې د بېړني وضعیت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې تېره یوه میاشت کې شاخوا ۵۰۰ زره فلسطینیان بېځایه شوي.
انراو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې تېره میاشت غزه تړانګه کې شاوخوا ۵۰۰ زره فلسطینیان بېځایه شوي دي.
یاد سازمان د فلسطینیانو د بېځایه کېدو په اړه د صهیونستي رژیم په کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د غزې له درېیو برخو څخه یوه یې د فلسطینیانو د شپو او ورځو تېرولو لپاره پاتې، چې هغه هم ویجاړه او ناامنه شوې ده.