
کابل ټیلیګراف – ۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، په سرپل ولایت کې یې د انسان تښتوونکو پنځه کسیز ګروب نیولی.
دغه وزارت زیاته کړې، یادو کسانو پلان درلود، چې یو کس وتښتوي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ تښتوونکو پلان درلود چې قرباني یو نامعلوم ځای ته انتقال کړي او د هغه د خلاصون په بدل کې د کورنۍ څخه یې ۵۰۰ زره ډالر غوښتل، خو د خپل پلان له عملي کولو مخکې ونیول شول.
په دې وروستیو کې فقر او بې کارۍ له امله په افغانستان کې جنایي پېښې د پآم وړ زیاتې شوي دي.