خبرونهنړۍ

د روسیې برید کې ۷ اوکرایني وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

اوکرايني رسنيو راپور ورکړی چې روسيې پرون يو ځل بيا د دونېتسک سيمې په «کُستيانټينيوکا» ښار هوایي بریدونه کړي.

د دغه را پورونو له مخې؛ د روسیې په دغه بریدونو کې ۳ اوکرایني وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

بلخوا د شمالي کوریا رهبر ویلي، چې د دوی ځواکونه روسیې ته تللي او هلته یې له اوکراین څخه د کورسک په ازادولو کې عملیات کړي.