خبرونهنړۍ

شمالي وزیرستان کې چاودنې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټیلیګراف – ۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان سیمه کې د چاودنې له امله ۶ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

را پورونه وایي، دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د شمالي وزیرستان په وانا سیمه کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

ویل کیږي، چاودنه د امن کمیټې په را ټولو شویو غړو شوې ده او ټول قربانیان هم د دې کمیټې غړي دي.