
کابل ټیلیګراف – ۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
بدخشان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي چې د دغه ولایت په ارګو ولسوالۍ کې یوه مور او زوی وژل شوي دی.
د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د ارګو ولسوالۍ د ارغند کلي په مربوطاتو کې شوې ده.
سرچېنې لیکلي چې ناپېژنده کسانو یوه مور او زوی په خپل کور کې وژلی دي.
طالبانو ویلي چې د پېښې لامل نه دی معلوم او په تړاو یې څلور کسان نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په بلخ ولایت کې هم یوه ځوان وژل شوی و.