
کابل ټیلیګراف – ۹غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله لږ تر لږه درې کسان مړه شوي دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس حکمتالله محمدي ویلي، دا پېښه د دوشنبې په ورځ د پتاب په کلي کې رامنځته شوې ده.
یاوان په بدخشان کې له هغو سیمو څخه ده چې تر ټولو زیاتې طبیعي پېښې لکه د ځمکې ښویېدنې پهکې رامنځته کیږي.
د دې ولسوالۍ د ځینو برخو د داسې پېښو ټپیانو ته مرستې او همکاري رسول خورا ستونزمن کار دی.
بدخشان ولایت د افغانستان په ختیځ کې موقعیت لري او د دې هېواد له غرنیو ولایتونو څخه شمېرل کېږي.