افغانستانخبرونه

امریکا د اوکراین له کانونو څخه د ګټې اخیستنې تړون لاسلیک کړ

کابل ټیلیګراف ۱۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د رویټرز د راپور پر اساس امریکا او اوکراین تېره ورځ (چهارشنبه) د اوکراین له کانونو څخه د ګټې اخیستنې تړون لاسلیک کړ.

د راپور پر بنسټ، د دې هوکړې له‌مخې به امریکا د اوکراین کانونو د تړون اجازه ترلاسه کړي او په بدل کې به یې د دې هېواد د بیا رغونې لپاره د پانګونې ګډ صندوق رامنځته شي.

د روسیې د یرغل له پیل راهیسې، اوکراین د خپل اقتصاد د بیا رغونې او د طبیعي زېرمې د استخراج لپاره د نړیوالو متحدینو ملاتړ ته اړتیا لري. اوکراین له پخوا څخه د کانونو بډایه هېواد بلل کېږي او د نادره فلزاتو، لیتیوم، اوسپنې او نورو مهمو زېرمو کوربه دی، چې په نړیوال بازار کې یې ستراتیژیک اهمیت لري.

بل‌خوا، امریکا هڅه کوي چې له چین او روسیې پرته د ستراتیژیکو معدني توکو بدیل منابع ولټوي. د اوکراین کانونه کولای شي له امریکا سره مرسته وکړي، څو دا مهم توکي د خپلو صنعتي اړتیاوو لپاره له یوه باثباته او متحد هېواد څخه ترلاسه کړي.

د امریکا او اوکراین ترمنځ دا نوې هوکړه نه یوازې د اوکراین د اقتصادي رغونې لپاره مهمه ده، بلکې د لویدیځو هېوادونو له‌پاره هم یوه ستراتیژیکه پانګونه بلل کېږي، تر څو د نړیوالو رسنیو، ټکنالوژۍ او انرژۍ بازارونو کې خپل اغېز پراخ کړي.