افغانستانخبرونه

تورخم کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ ناسته شوې ده

کابل ټیلیګراف ۱۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

 تورخم کې د طالبانو کمیسار ملا عبدالجبار حکمت په مشرۍ افغان پلاوي د پاکستان له کمیسار او اړونده مسولینو سره د یو شمېر ستونزو او موضوعاتو د حل په موخه ناسته کړې.

په دې ناسته کې د ناروغانو د تګ – راتګ برخه کې د محدودیتونو په ختمولو، د ناروغانو او کډوالو سره د غوره چلند، سوداګرۍ برخه کې د اړینو اسانتیاوو رامنځته کولو او کډوالو موټرو ته د «TAD» سند پرته اجازې ورکولو سربېره پر یو شمېر نور اړینو موضوعاتو خبرې شوې.

د دې ناستې په پای کې دواړو لوريو د شته ستونزو حل برخه کې د ګډې همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.