افغانستانخبرونه

د عمان له زندانونو نهه افغان بندیان خوشې شول

کابل ټیلیګراف ۱۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د کوچني اختر په مناسبت د عمان سلطنت د سلطان هيثم بن طارق آل سعيد د صادر شوي فرمان پر بنسټ، ۹ تنه افغانان د یاد هېواد له زندانونو ازاد شول.

د یاد وزارت په وینا د ازادو شویو افغانانو له ډلې شپږ تنه د اړوند ادارو تر همغږۍ وروسته هېواد ته راستانه شوي، او پاتې درې تنه نور به هم ډېر ژر راستانه شي.

بهرنیو چارو وزارت د عمان سلطنت له پاملرنې او حسنه اړيکو څخه مننه کړې او د لا زياتو همکاریو او ښو اړيکو هیله یې څرګنده کړې ده.