
کابل ټیلیګراف ۱۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان د استخباراتو ادارې (ISI) مشر جنرال عاصم ملک د دغه هېواد د ملي امنيت مشاور هم ټاکل شوی دی.
راپورونه کاږي چې هغه به له دې وروسته دواړه دندې پرمخ وړي.
دا ټاکنه په داسې حساس وخت کې شوې چې د پاکستان او هند اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې دي. دواړه هېوادونه، چې درې ځله یې جګړه کړې، په دوامداره توګه یو بل ته د ګواښ په سترګه ګوري.
د دې اړیکو تر ټولو زیات ترینګلتیا هغه مهال پیدا کېږي، کله چې د کشمیر موضوع راولاړېږي یا د پولې په اوږدو کې شخړې زور اخلي.
دا چې جنرال عاصم ملک به د ISI او د ملي امنیت د مشاور په توګه هممهاله دنده ترسره کوي، ښيي چې د پاکستان سیاسي او پوځي مشرتابه هڅه کوي امنیتي او استخباراتي تصمیمونه له یوې مرکزې نقطې واخیستل شي، څو د نړیوالو او سیمهییزو ګواښونو پر وړاندې چټک او همغږي غبرګون وښودل شي.