
د ذولقعدة الحرام ۳مه، ۱۴۴۶
د طالبانو ټولګټو وزارت وایي، تر دې مهاله د افغانستان او چین ترمنځ د یاد ريلي دهلېز له لارې شاوخوا لس زره ۲۰فوټ کانټينره انتقالات ترسره شوي او دا هوکړه ليک بياځلې د ۲۰۲۵ کال لپاره غځول شوی دی.
یاد دهلېز چې د چین، قرغيزستان او اوزبيکستان له لارې تېرېږي، د افغانستان د حیرتان-مزارشریف د اوسپنيزې کرښې سره نښلول شوی دی. د افغانستان، چين، اوزبيکستان او قرغيزستان ترمنځ ياد څلور اړخيزه دهلېز د ا.ا.ا تر فتحې وروسته په ۲۰۲۲م کال کې ايجاد شو،
یاد وزارت لیکلي، تمه کېږي، چې د دې هوکړې په غځولو سره به، له دې لارې په ریلي انتقالاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
طالبانو ویلي، د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې ددا ډول ريلي دهليزونو ايجاد او پراختيا يو مهم ګام ګڼي، ترڅو تجاران وکولای شي په سريع، ارزانه او مصؤنه توګه خپل تجارتي اموال انتقال کړي.