
کابل ټیلیګراف – ۱۱غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ننګرهار په بهسودو او خوږیاڼو ولسوالیو کې په دوو جلا پېښو کې یو پلار خپل زوی وژلی او د درې میرمنو خاوند خپله یوه میرمن وژلې ده.
یوې سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: د بهسودو ولسوالۍ په قاسم اباد سیمه کې وړمه شپه یو پلار خپل زوی ارشاد نومی، چې تازه له جرمني ډیپورټ شوی وو، په بې رحمه ډول وژلی.
دغه سرچینې زیاته کړه، د وژل شوي هلک پلار له سیمې تښتیدلی، خو طالبانو یې د نیولو هڅې پيل کړي.
بلخوا یوې بلې سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: د یاد ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په مملې سیمه کې یو کس چې درې میرمنې یې درلودې، تېره شپه یوه میرمن په ډزو وژلې ده.
تر اوسه د دغه دواړو پېښو په اړه طالبانو څه ندي ویلي.