
کابل ټیلیګراف – ۱۱غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان مرکزي بانک، چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، اعلان کړی دی چې ۶۶۰ میلیونو او ۷۰۰ زره افغانیو مندرس بانک نوټونه یې هرات ولایت کې سوزولي.
دغه بانک په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دا بانک نوټونه پرون د یوې ډلې په حضور کې سوزول شوي دي.
د افغانستان مرکزي بانک په اعلامیه کې راغلي، چې مندرس بانک نوټونه د هېواد له لوېدیځې حوزې راټول شوي وو او د ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانیو په بنډلونه په کې شامل وو.
د دغه بانک دویم مرستیال محمد آخوند له خلکو غوښتي، چې د افغانیو ساتنې او پالنې ته پام وکړي، ترڅو بانک نوټونه له وخت مخکې مندرس نه شي.
طالبانو له دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه میلیونه مستهلک بانک نوټونه سوځولي دي.