افغانستانخبرونه

غزه کې ۵۷ ماشومانو د لوږدې له امله ژوند بایللی دی

کابل ټیلیګراف – ۱۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د غزې د رسنیو دفتر اعلان کړی، چې د غزې د محاصرې له پیله تر دې دمه د لوږې له امله لږ تر لږه ۵۷ فلسطینیانو چې زیات شمېر یې ماشومان دي، ژوند بایللی دی.

له دې وړاندې د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (انروا) ویلي و، چې په غزه تړانګه کې د اسرائیلو له لوري د بشري مرستو لېږدوونکې پینځه زره موټر درول شوي دي.

دغه راز تېره ورځ (جمعه) د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوالې کمېټې هم خبرداری ورکړ، چې غزه تړانګه کې بشري مرستې له ناورین او سقوط سره مخ دي.

له ۶۰ ورځو څخه زیاته موده کېږي، چې د اسرائیلو په محاصرې سره غزې ته د هر ډول خوړو، اوبو او درملو د لېږد مخه نیولې ده.