افغانستانخبرونه

هند له پاکستانه په هر ډول توکو واردولو بندیز لګولی

کابل ټیلیګراف – ۱۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د کشمیر پر سېلانیانو تر خونړي برید وروسته، د هند د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چې له پاکستانه دغه هېواد ته د هر ډول توکو پر وارداتو یې بندیز لګولی.

د هند د سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې دا اقدام به د هېواد د ملي امنیت او عامه پالیسۍ په ګټه وي.

د یادې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه بندیز به سمدستي عملي شي.

له بلې خوا، پاکستان هم پر هند د غبرګون په توګه ځینې ورته اقدامات کړي، چې پکې له هند سره د هر ډول پوله‌ییزو سوداګریو درول، خپل هوایي حریم د هندي الوتکو پرمخ تړل، او د هندي ډیپلوماټانو ایستل شامل دي.