
کابل ټیلیګراف – ۱۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شپږو کرنیزو، نمایشي او ترویجي کمپلېکسونو د جوړېدو طرحه تایید شوه.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
خبرپاڼه کې راغلي چې غونډې ته له اجنډا سره سم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شپږو کرنیزو، نمایشي او ترویجي کمپلېکسونو جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه چې له هراړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون لخوا تایید شوه.
اقتصادي معاونیت لیکلي، دغه کمپلېکسونه په ۴۴۷۹ جریبه ځمکه کې جوړېږي او بزګرانو ته به د عصري کرنې په برخه کې غوره خدمات وړاندې کوي.