
کابل ټیلیګراف – ۱۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
سرچینې وایي، په ننګرهار او نیمروز ولایتونو کې په دوو جلا پېښو کې دوه تنه په ډزو وژل شوي دي.
د کابل ټیلیګراف سرچینې د معلوماتو له مخې؛ د ننګرهار په چمتلې سیمه کې بیګا د احسان الله په نوم یو ۲۸ کلن ځوان ناڅرګندو کسانو په ډزو ټپي کړی، چې وروسته یې روغتون کې ساه ورکړې.
په ورته وخت کې سرچینو له نیمروز ولایت څخه هم ورکړی، چې د دلارام ولسوالۍ په چینو سیمه کې د حیدر په نوم یو ۴۰ کلن کس د ناڅرګندو کسانو له لورې په ډزو وژل شوی.
طالبانو ویلي، چې د ننګرهار د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي او د نیمروز پېښې په تړاو یې درې تنه نیولي.