خبرونهنړۍ

پاکستان کې په خلکو د بې پیلوټه الوتکې د غورځېدو پېښه کې دوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۱۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان سندهـ صوبې ګوټکي ولسوالۍ په سرفراز لغاري سیمه کې په خلکو یوه بې پیلوټه الوتکه را غورځیدلې، چې له امله یې یو تن مړ او یو بل ټپي شوی دی.

پولیسو ویلي، د دغه پېښې دواړه قربانیان پلار او زوی دي، چې زوی یې مړ او پلار یې په ټپي حالات کې روغتون ته لیږل شوی دی.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د دې قضیې په اړه یې څېړنې پیل کړي، خو تر اوسه د الوتکې د غورځېدو قضیه نده روښانه شوې.