خبرونهنړۍ

امریکا د پاکستان او هند ترمنځ په جګړه کې د مداخلې نه کولو پرېکړه کړې

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس یوه امریکايي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې امریکا به په داسې جګړه کې مداخله ونه کړي چې ورسره یې هیڅ تړاو نه وي.

د امریکا مرستیال ولسمشر وویل، هند برید وکړ، پاکستان ځواب ورکړ، دواړه هېوادونه باید په سړه سینه فکر وکړي، د پاکستان او هند جګړه باید اټومي جګړې ته وانه وړي، که داسې وشي نو ډېر زیان به وشي.

هغه وویل، د پاکستان او هند شخړه باید ژر حل شي، امریکا د پاکستان او هند پر شخړه اندېښمنه ده، او اوس داسې نه ښکاري چې د پاکستان او هند جګړه به اټومي جګړې ته بدله شي.

د امریکا مرستیال ولسمشر وویل، موږ د دواړو هېوادونو په جګړه کې مداخله نشو کولی، خو امریکا کولای شي د دیپلوماسۍ لاره غوره کړي.

له دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اړیکه نیولې وه.

د لومړي وزیر د دفتر په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې امریکا د سویلي آسیا پر وضعیت ژوره څارنه کوي او د سیمې د سولې او ثبات د ودې لپاره ژمنه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان او هند پر دواړو هېوادونو ټینګار کړی چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره باید په ګډه کار وکړي.