خبرونهنړۍ

امریکا د سعودي عربستان سره د ملکي اټومي تړون لپاره د اسرائیل سره د دیپلوماتیکو اړیکو د جوړولو شرط بیرته اخیستی

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د رویترز خبري اژانس وایي، دا اقدام په داسې حال کې ترسره کیږي، چې ټاکل شوې د امریکا ولسمشر د روانې مې میاشتې په دیارلسمه سعودي عربستان ته سفر وکړي.

ټاکل شوې د دغه سفر پر مهال د سل میلیارده ډالرو څخه د زیات احتمالي دفاعي تړونونو او نور اقتصادي مسایل بحث او پرېکړې وشي.

رویټرز پخپل را پورو کې ویلي، چې د امریکا لخوا د سعودي له لورې د اسرائیلو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړولو شرط بېرته اخیستل د ډیپلوماسۍ په ډګر کې د اسرائیلو لپاره سخت ګذار دی.

د پخواني امریکايي ولسمشر جو بایډن په دوره کې، امریکا پر سعودي عربستان شرط لګولی و چې اسرائیل ومني، خو په غزه کې د اسرائیلي بریدونو او د عربي وګړو د سخت غبرګون له امله، سعودي عربستان د اسرائیل سره د اړیکو په جوړولو کې لیوالتیا پرېښوده.